IQNA

        قران څه وائي/35

د کورنۍ د ژوند  د تامین د مسئولیّت په باب د قرآن کریم سپارښتنه

17:55 - November 18, 2022
د خبر لمبر: 3486470
ایکنا-(تهران)د ترټولو وړوکي اجتماعي یونټ په توګه کورنۍته ،قرآن کریم ډيره توجه کړې ده او  د سړي اوښځې متقابل حقوق ئې په ډيرو ظرفیّتونو سره انځور کړي دي.یو حق ژوند لګښت تامینول دي چې په اسلام کې د سړي په غاړه اچول شوي دي.

ښځه او سړی په ګډ ژوند کې یو لړ حقوق لري چې د میرمنو داړتیا او توان په اساس تعریف کیږي.قرآن کریم دښځې او سړي لپاره حقوقو ته الهی نظرلري او حتی ددغو قوانینو یوه برخه له مړینې وروسته  د همسر له حقوقو سره اړوندیږي.

وَلَذِیِنَ یُتوَفُونَ مِنکُم وَیَدُرُونَ ازواَجاْ وَصِیّةَ........؛ او هغه کسان چې له تاسو د مرګ په درشل کې دي،اوهمسران ورڅخه پاتیکیږي،باید دخپلو همسرانو لپاره وصیّت وکړي چې تر یوه کال پورې دوي(د ژوند د لګښټ په ورکولوسره)برخمن کړی، په دې شرط چې (د خاوند له کوره) بهر ونه وځي(او بیا واده ونه کړي).او که بهر ووځي (نو بیا په لګښت او خرڅ کې هیڅ حق نه لري،البته)پر تاسو کومه ګناه نشته، دهغه څه په نسبت چې د ځان په باب  ئې په ښه ډول ترسره کړي او خدا وند توانمن او حکیم دی.(د بقرې سوره ـ۲۴۰ایت)

 دغه آیت په ډاګه سپارښتنه کوي چې  سړی له خپل مرګه مخکې باید تر یوه کال پورې د خپلې ماندنې معاش تامین کړي.د هغه ماندنه هم  په دغې  مودې کې فرصت لري د خپل ژوند ددوام لپاره  مناسب وضعیَت برابر کړي.

باید ووئيل شي چې د اسلامی ژوند په سټایل کې،په کونۍ کې د ښځې د ژوند د تامین مسئولیت دسړي په غاړه دی او د دغه آیت په اساس،دغه مسئولیت د سړي له مړینې وروسته هماغه شان د ځينو شرائطو په اساس دوام لري.؛الرِّجَالُ قَوامُونَ علیَ النِسّاءِ بِماَ  فَضَلَ اللهُ علیَ...........؛ سړي د ښځو سرپرست دي په دې دلیل چې خداي له دوي ځيني پر ځينو برلاسه کړي دی او (هم) په دې دلیل چې له خپلو مالونو لګښت ورکړي(د نساءسوره ـ۳۴).

        د تفسیر نور مؤلف محسن قرائتي  ددغه آیت ځیني پیغامونه په ډير ښه انداز سره بیان کړي دی.

1      سړي،د خپل مال یوه برخه  دخپلو ماندنو لپاره په وصیّت پریږدي.؛وَالَذِینَ یُتَوَفَونَ.......

 

2    د کونډو ښځو راتلونکی باید تامین شي.؛مَتاعا اُلیَ الحَوَل؛

3    د بیا خاوند په ټاکلو کې ښځې هرډول فیصله،باید دهرډول مصلحت په نظر کې په نیولو 

             سره روا او عاقلانه وي.

4    دالهي احکام تشریع، د حکمت په اساس دی ؛عَزِیزُ حَکیِم ؛    

captcha